د کانونو او پټرولیم سرپرست د تالک کانونو له قراردادیانو سره وکتل

urgent_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۸:۲۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهار شنبې په ورځ (1403/5/10) نېټې په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د تالک کانونو له قراردادیانو سره وکتل.

په دې ناسته کې د تالک کان قراردادیانو د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د خپلو کارونو او فعالیتونو د ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تالک کانونو قراردادیانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونو ته به د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته