د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د هرات ولايت علماوو شورا له رئيس سره وليدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۸:۷
cc

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د هرات ولايت د علماوو شورا له رئيس ښاغلي شيخ القران محمد بشر عالمي او د شورا له  غړو سره د هرات ولايت د علماوو شورا په دفتر کې وليدل. 
د علماوو شورا رئيس د کانونو او پټروليم سرپرست وزير ته ښه راغلاست وويل او په راتګ يې خوښي څرګنده کړه. 
له علماوو سره په لیدنه کې شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کاني زېرمو په اړه خبرې وکړې او د هیواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې کاني زېرمې مهمې وبللې. 
همدا راز ښاغلي وزیر علماء خپلو مسؤلینو ته متوجه او د کاني زېرمو مدیریت کې یې د هغوی همکاري اړینه وبلله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته