د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه تر سره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۳:۶
زز

د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه د سرپرست وزير شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍ د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د وزارت د رهبرهیئت د تېر پرېکړو د پلي کېدو او څارنې په اړه خبرې وشوې ورپسې د وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي شکرالله شاکر له لوري د يو شمېر ریاستونو ستونزې، غوښتنې او قراردادیانو کاري راپور واورول شو، همدا راز د ریاستونو د چارو د ښه والي او یو لړ مهمو مواردو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چارو د ښه والي او پلي کېدو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته