د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه تر سره شوه
د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه د سرپرست وزير شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍ د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د ویکادور سروزرو کان او نادره عناصرو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د وزارت رئیسانو د کارونو د ښه والي په موخه خپلې غوښتنې واورولې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري په همدې موخه اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښونې وکړې.