د کانونو او پټروليم وزارت د رهبري هيئت غونډه
د کانونو او پټروليم وزارت د رهبري هيئت غونډه د سرپرست وزير شېخ الحديث شهاب الدين دلاور صاحب په مشرۍ د وزارت معينانو, رئيسانو او مسوولينو په شتون کې نن پنجشنبه 1401/4/30 نېټې تر سره شوه.
غونډه د مولوي عبدالله نعماني لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو سره پېل شوه.
ورپسې سرپرست وزير صاحب رئيسانو او کارکوونکو ته وويل موږ باید د پخوا په پرتله لا زیات کار وکړو د درسپارل شوو دندو په ښه ترسره کولو سره ښې پایلې ترلاسه کړو او ورځ تر بلې د کیفیت په لوړولو سره کولای شو په ټولنه کې د وزارت معنوي مقام وده او پیاوړې کړو. نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو او د تېرو کلونو په پرتله د مثبتو بدلونونو او همدارنګه د کانونو د ناقانونه استخراج په اړه هم خبرې وکړې.
همدارنګه د سمنګانو ولایت د کانونو ریاست د ډبرو سکرو د مدیریت په اړه د تخنیکي تفتیش او چاپېریال جیولوژي رئیسانو د ۷۶ ګڼې د 1443/10/26 نیټې د وړاندیز په اړه خپل نظرونه وړاندې کړله
ورپسې د سروې او جیولوژي معين نورالله ستانګزی له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د سروې او جیولوژي رياست د ساحوي پرسونل لپاره د سفريا او امتيازاتو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې د وزارت د بېلابېلو څانګو رئیسانو د کړنو د راپور او وړاندیزونو د اورېدو په ترڅ کې د وزارت د مسوولینو له خوا د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وړاندې کړې.