د کانونو او پټرلیم سرپرست وزیر د ترکیې هیواد له سفیر سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۹:۱۶
sas

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی آخند او د یاد وزارت رهبري هئیت نن په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلی جهاد ارګیناي سره په خيل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې، دوی د اقتصادي همکاریو پراختیا په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو په سکټور کې د دوه اړخیزو فرصتونو او همکارۍ ترڅنګ له ترکیې هیواد سره د هایدروکابن په برخه کې په روانو پرژو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ښاغلي ارګینای ته د ښه راغلاست تر څنګ د ترکیې هیواد له ملګرتیا او مرستې څخه مننه وکړه. او زیاته یې کړه چې ترکیه له کلونو راهیسې له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري او موږ غواړو چې خپله ملګرتیا او همکاري لا پراخه کړو.

ورپسې د ترکیې سفیر ښاغلي ارګینای د کانونو او پټرلیم وزارت د مشرتابه له نېک نظر څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړل چې د دې وزارت د کارمندانو لپاره د کانونو په برخه کې د تحصلي او تخنیکي بورسونو ژمنه ورکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته