د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر د نورستان ولایت له قومي مشرانو سره وليدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۸:۴۱
xxx

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر شيخ الحدیث محترم شهاب الدین دلاور، د پنج شنبې په ورځ، چې د روان کال د جدې د میاشتې له (۳۰) سره سمون خوري د نورستان ولایت د قومي مشرانو سره ولیدل، پدې ليدنه کې د نورستان ولایت مخورو مشرانو د کانونو او پتروليم وزارت د سرپرست وزير له لاس ته راوړنو قدردانی وکړ او وروسته یې د نورستان ولایت دکانونو د استخراج په برخه کې د شته ستونزو په له منځه وړلو کې له سرپرست وزير څخه د همکارۍ غوښتننه وکړه.

سرپرست وزیر له خپلو خبرو او ښه راغلاست وروسته داسې وویل:ـ معدنونه د افغانستان د ټولو وګړو مال او بیت المال دی، د افغانستان معدنونه د داوطلبۍ د پروسې له لارې هغه شرکتونه په لاس راوړی شي،چې غوښتونکي يې وي.

له ټولو څرګندونو وروسته يې زیاته کړه،چې د کانونو او پترولیم وزارت به پدې برخه کې هر نوعه مشکلاتو ته لاس رسی کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته