د ډبرو سکارو سوداګرو ستونزو ته د پام وړ رسیدګي کیږي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۵:۳۱
123

د ډبرو سکارو سوداګرو اتحادیې د ستونزو او وړاندیزونو د اوریدو ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ښاغلی عنایت الله مومند په مشرۍ د نوموړي اتحادیې د مشرتابه سره نن ورځ مخکې له غرمې د تخنیکي معینیت د غونډو په دفتر کې پای ته ورسیده.
په دغه غونډه کې د نوموړي اتحادیې د ستونزو او وړاندیزونه په تړاو لکه د ډبرو سکارو د استخراج لپاره قانوني امکاناتو ته لاس رسۍ او د هغې داخلي او خارجي بازارونو ته وړاندې کولو په پار بحث وشو، او په عین وخت کې یې د وزارت همکارۍ د تجارتي پلان(بیزنیس‌ پلان) په طرحه کولو، جواز ورکول، زیوراتو وړاندې کول او د مالي تعرفو او ګمرکي محصولات کې د پام وړ ټیټوالۍ د یادې اتحادیۍ له څرګندو غوښتنو څخه وې.
په اخر کې د وزارت مرستیال، یادې اتحادیې سره د وزارت همکاري څرګنده کړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې ډیر زر به یې مشکلاتو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

بېرته خبرونه ته