د چين هېواد د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس کې د کانونو او پټروليم وزارت پلاوي ګډون

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۵:۱۸
س

د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه پلاوي چې د چین هونان ولایت د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس کې یې د رسمي بلنې پر بنسټ ګډون کړی و، د افغان هب اکسیم شرکت مشر چې د دغه پروګرام همغږي کوونکی و، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کنفرانس موخه یې له ګډون کوونکو سره په لاندې ډول شریکه کړه.

په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول

د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګوالو هڅول

وروسته د هغه هېواد پانګوالو هر یو خپل شرکتونه معرفي کړل او د سرو زرو، مسو، مایکا (ابرک)، تالک، تېلو او ګازو، لیتیم، سرب او جستو، سروې، اکتشاف، ډیزاین او د لابراتوارونو جوړولو په څانګو کې یو شمېر شرکتونو خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې د کانونو د قرارداد د طرزالعمل د معلوماتو غوښتنه یې وکړه.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان د طبیعي زېرمو د تړونونو د طرزالعمل او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې اغېزمن وبلل او له پانګوالو یې غوښتنه وکړه چې دافغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

دغه راز یو شمېر افغان پانګوالو چې په دې کنفرانس کې یې برخه اخیستې وه له چینايي پانګوالو څخه د سروې، اکتشاف او کانونو په برخه کې د عصري ماشینونو د لېږد غوښتنه وکړه.

ياد شوي پلاوي په پای کې له يو شمېر پوهنتونونو، انستيتوتونو او د ابرک له دوو لويو کارخونو ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MCCT او MJAM له رئیسانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د MCCT عمومي رئیس او د مس عینک پروژې قراردادي MJAM رئیس سره په خپل کاري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۹
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله، د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۵
Background image

د هېواد د کانې زېرمو په برخه کې ترکي پانګوال خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوتن ترکي پانګوال سره وکتل.
یاد پانګوال د کاني زېرمو په برخه کې د. . .

بېرته خبرونه ته