د پورونو کمېټې اونیزه غونډه ترسره شوه
د پورونو کمېټې غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د کمېټې غړو او د پوروړیو شرکتونو په ګډون د شنبې په ورځ ۱۵/ ۷/۱۴۰۲ نېټې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د عوایدو ریاست د پوروړیو شرکتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پوروړیو شرکتونو او ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته پوروړیو شرکتونو ته د پورونو ورکولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او کانونو قانون سره سمې لارښوونې وکړې.