د پلان جوړونې او راپور ورکولو په اړه د پوهاوي او روزنې پروګرام جوړ شو

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۲:۴۷
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان، څارنې او ارزونې د عمومي ریاست له خوا د مرکزي ادارو د رئیسانو، مسوولینو او کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې او راپور ورکولو روزنیز پروګرام د کانونو او پټرولیم وزارت په تالار کې جوړ شو.

دغه پروګرام چې د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د پلان جوړونې او راپور ورکولو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، نوموړي د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، تر ټولو غوره علم دا دی چې ترې ګټه پورته کړو او د خپل وطن او دردېدلي ولس په خدمت کې یې ولګوو.

وروسته د پلان، څارنې او ارزونې عمومي رئیس قاضی محمد حسن "حقیار" او د څارنې او ارزونې رئیس قاري محمد هارون ابوبکر له خوا د پروګرام په اړه توضیحات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شول.

د دې پروګرام جوړولو څخه مو موخه د کانونو او پټرولیم وزارت کې د پلان جوړونې، راپور ورکولو او د څارنې او ارزونې سیسټمونو د چمتو کولو او تنظیم کولو لپاره د کارمندانو د پوهاوي کچې لوړول دي.

ورپسې پروګرام د راپور جوړونې کارپوه محمد حارث برومند او د څارنې او ارزونې کارپوه فرید احمد کاظمي لخوا د پریزنټیشن له لارې وړاندې شو او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته