د پروان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو د نفرایټ ډبرو کانونو داوطلبۍ ترسره شوه.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۱۲:۲۰
dfd

د پروان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو د نفرایټ ډبرو کانونو داوطلبۍ د 1400کال د کب په لومړۍ نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادو ساحو د نفرایټ ډبرو داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارلي وو،  د موظف هیئت او 88 هغو شرکتونو په حضور کې چې د وړاندیزونو په ارزولو کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، داوطلبي یې د یوې شفافې پروسې له مخې تر سره کړه.
په یاده داوطلبۍ کې د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د نفرایت ډبرې کان د رویالیټي په لوړ قېمت في ټن په (1500000) پنځه لکه افغانۍ د تګاب والګي شرکت، د ننګرهار ولایت د انګورتاک ولسوالۍ د نفرایټ ډبرو کان د رویالټي په لوړ قېمت في ټڼ (5787362) اوه پنځوس لکه اوه اتیه زره درې سوه او دوه شپېته افغانۍ د مومند سهاګ شرکت او د پروان ولایت د کوه صافي د نفرایټ ډبرو کان د رویالټي په لوړ قېمت في ټن (665000) شپږ لکه او پنځه شپېته زره افغانۍ د سید الرحمن شرکت ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته