د ټاپي پروژې په مسیر او شمالي ولایتونو کې د ګازو څخه د استفادې دقیقه احصایه او سروې ترسره کیږي

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۸:۳۸
3214

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن ماسپیښین د ویډیوکنفرانس له لارې د مرکزې احصایې د خپلواکې ادارې له رئیس ښاغلي جاوید رسولي سره خبرې وکړې.

محمد هارون چخانسوري وویل: د ټاپي پروژې په مسیر کې د پرتو او شمالي ولایتونو کې د ګازو د وارداتو سربېره د ګازو استفادې او په صنعت کې د ګازو څخه د ګټه اخیستنې دقیقې احصایې ته ضرورت لرو، ترڅو په رڼا کې یې په صنعت، کورونو او د ګازو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د استفادې دقیقه احصایه ترلاسه کړو او د ګازو په وېش کې ترې ګټه واخلو.

د مرکزې احصایې د خپلواکې ادارې رئیس ښاغلي جاوید رسولي وویل: مونږ به د کانونو او پټرولیم وزارت سره په ګډه یو تخنیکي کاري ټیم تشکیل کړو ترڅو په یادو ولایتونو کې خپلې سروې ګانې پیل کړي او پدې برخه کې دقیقه احصايیه راټوله او کره معلومات د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته