د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس او د ترکمنستان له سفیر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۲:۳۸
www

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تخینکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي او د پالیسي مرستیال ضیاءالرحمن الاریوبي په ګډون د ټاپي پروژې له اجرائيوي رئيس ښاغلي محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان هیواد سفر خواجه عوضوف سره د سه شنبې په ورځ د 8/9/1401 نېټې  ورسره لیدنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلارو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: چې د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژه یوه له سترو اقتصادی او ټولنیزو پروژو څخه ده چې د افغانستان په خاوره کې له پلي او عملي کولو سره به په هیواد کې د کاري فرصتونه زیاتوالی او پانګونې رامنځته شي. د افغانستان خلک او اسلامي امارت په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي پېل ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه: دا چې افغانستان په ښه امنیتي وضعیت کې دی نو باید چې له دې فرصته څخه ګټه پورته کړو او د دواړو هیوادونو افغانستان او ترکمنستان په همکارۍ سره هر څومره ژر چې کېږي د ټاپي پروژې عملي کار پېل کړو.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف هم د ټاپي پروژې د پلانونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او وویل: چې ترکمنستان د ټاپي پروژې د عملي کار د پېل لپاره په چټکۍ سره کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره په دې اړه یو واضح کاري پلان شریک کړي. او همدارنګه یې یادونه وکړه چې په هرات ولایت کې به د ګازو د وېش د زېرمو د جوړولو په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ په اړه مشخص پروګرام وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۱:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګچ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته