د ولایتونو محصلینو ته د روزنیز پرګرام ترسره کېدل
د کابل، بلخ او غزني ولایتونو 60 تنو محصلینو ته د روزنیز پرګرام د یوې میاشتې لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت کې پیل شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد له پوهنتونونو سره د تېرو همکاریو پر دوام دا ځل یې 60 تنه د کابل پولي تخنیک، بلخ او غزني پوهنتونونو د سروې جیولوجي پوهنځی محصلینو ته د روزنیز پرګرام د جیولوجي، جیوفزیک، لابراتوارونو، GIS، د کانونو اکتشاف په برخه کې تر سره کړ.
د یاد روزنیز پرګرام موخه د مسلکي وړتیاوو یادول، له کاري چاپیریال سره بلدتیا، د محصلینو د وړتیا لوړول شامل دي.