د هیواد په کچه د دوه ملي لوی مقیاس لرونکو پروژو د داوطلبۍ خبرتیا!
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د هیواد په کچه دوه مهمې او لوی مقیاس لرونکې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
له ټولو لیواله شرکتونو څخه په درنښت هیله کیږي چې د یادو پروژو لپاره خپله اماده ګي ونیسي.
پروژې په لاندې ډول دي:
1- د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې کان (۴ بلاکونه)
2- د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپ او جست کان (۴ بلاکونه)
د اړینو معلوماتو لپاره د لوی مقیاس کانونو د چارو د تنظیم ریاست (دویم منزل 17 ګڼه دفتر) ته مراجعه وکړئ.