د هغه تأمیناتو، تضمیناتو او طلباتو په اړه غونډه تر سره شوه چې له تحولاتو مخکې ورکړل شوي وو

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۵:۵۴
سس

د تامیناتو، تضمینانو او طلباتو غونډه د مالي او اداري مرستيال مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ د مالي او حسابي ، تدارکاتو، داخلي تفتیش، د عوايدو د تنظيم، حقوقي ریاستونو او د ماليې وزارت د استازو په شتون کې نن دوشنبه 1/3/1402 نېټه د مالي او اداري د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په پیل کې د مالي او حسابي ریاست له خوا د تېر حکومت د پیسو د تامیناتو، تضمیناتو او طلباتو په اړه لنډ معلومات وړاندې شول ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته لازمې لارښوونې وکړې او راتلونکې غونډې ته یې وځنډول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۱:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګچ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته