د هرات ولایت د غوریان مالګې داوطلبي ترسره شوه
د هرات ولایت د غوریانو د 40000 زره ټنه مالګې داوطلبي د سه شنبې په ورځ د 23/8/1402 نېټې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د یادې سیمې مالګې داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارلې وه د مرستیالانو، رئیسانو، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په شتون کې یې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبي کې بلور افغان شرکت یو ټن په (1509) افغانیو په قېمت سره د هرات ولایت غوریانو د 40000 زره ټنه مالګې ګټونکی اعلان شو.