د نورستان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۳:۲
logo

د نور ستان ولایت د والي مرستیال مولوي فیصل مختار په مشرۍ د یاد ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د ولایت په مقام کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د نورستان ولایت د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو او استازو ګډون کړی و او د یاد ولایت د کانونو د غیرقانوني کیندنې، د قاچاق مخنیوی او د قیمتي ډبرو د پلور لپاره د مناسبو ځایونو پر جوړولو یې خبرې وکړې.
د نورستان ولایت د والي مرستیال وویل: کانونه د هېواد ملي شتمني ده د هغو ساتنې ته باید سمه پاملرنه وشي، هغه دغه راز د کانونو د معیاري کیندنې په موخه ټېنګار وکړ او دیادې غونډې ګډونوالو ته یې د کانونو په اړه بېلابېلې سپارښتنې وکړې.
په پای کې د کمېټې غړو د نورستان ولایت د کانونو د ساتنې په موخه د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته