د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر کان‌کېندنې سیمې له نږدې وکتلې.

په دې لړ کې، یاد پلاوي د اولوناو کلي، سپین جومات کلي، انګور تاک کلي او کردي کچ کلي په ګډون، د نفرایټ ډبرو له مهمو ساحو څخه لیدنه وکړه او د کان‌کېندنې روان بهیر، تخنیکي چارې او د قراردادي شرکتونو فعالیتونه یې هر اړخیز وارزول. همداراز په یادې ولسوالۍ کې د کان‌کېندنې نورې سیمې هم تر څارنې لاندې ونیول شوې.

ښاغلي مولوي حسام‌الدین صابري د سیمو د ارزونې پر مهال د پروژو تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې خپلې چارې د مسلکي اصولو، همغږۍ او بشپړې ژمنتیا له مخې پر مخ یوسي، تر څو د کانونو د استخراج بهیر معیاري، منظم او اغېزمن شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د طبیعي زیرمو سمه او اغېزمنه ګټه‌اخیستنه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري او اړینه ده چې په دې برخه کې شفافیت او تخنیکي معیارونه په جدي توګه مراعات شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته