د ننګرهار په کانونو ریاست او کانونو سکتور کې د جنډر مدیریت او پراختیا د رول په اړه پوهاوی

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۴:۳۴
123

 

د ننګرهار په کانونو ریاست کې د جنډر رول په اړه درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د جنډر امریت لخوا چې مالي لګښت یې MG- GIZ په غاړه درلود، د انساني سرچینو د روزنیز امریت په همغږۍ سره د دې ریاست (۲۰) کسانو ته وړاندې شوه.

په دغه برنامه کې د جنډر مساواتو، په کانونو کې د ښځو د ونډې، په کانونو کې د ښځو د رول، مسلکي چلند او د ښځو او ماشومانو د آزار او ځورونې په اړه معلومات ګډونوالو ته د پریزینټیشن په پرده وړاندې کړل.

چې په اخر کې، نوموړي برنامه د کانونو ریاست ځای ناستي رئیس ښاغلي انجنیر نصرت الله لخوا د تصدیق نامو په ويش سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۳۵
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د باختر درخشان د نندارتونونو جوړولو شرکت په همکارۍ دافغانستان د کانونو د لومړني ځانګړي نندارتون په اړه د یو خبري کنفرانس په ترڅ د یاد نندارتون په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۴۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال د روسیې JSC EM SURVEYS شرکت له استازوی سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال، الحاج مفتي عبدالمتین سعید د وزارت د رئیسانو، سلاکارانو، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او چارو ادارې استازو په شتون کې د روسیې JSC. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

بېرته خبرونه ته