د نقلیه وسایطو او جنراتورونو لپاره 18 قلمو په اندازه د روغنیات او فلترونو چمتو کولو داوطلبي

firoz_admin
یی

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت مرکز لپاره د نقلیه وسایطو او جنراتورونو لپاره 18 قلمو پع اندازه د روغنیات او فلترونو چمتو کولو په پروسه کې ګډون وکړي. او د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو د اجناسو او غیري مشورتي خدماتو له آمریت څخه  د 15/6/1401 نېټې د سه شنبې په ورځ وروسته له غرمې په 04:00 بجو تر لاسه کولی شي. او خپل آفرونه د شرطنامې او د تدارکاتو او طرزالعمل له قانون سره سمې ډکې کړئ. او د آفرګشايي په غونډه کې وړاندې کړئ.
آفرګشایي دچهار شنبې په ورځ د 16/6/1401 مخکې له غرمې 10:00 بجې ده
د آفر کوونکي تضمین باید د بانک ګرنټي وي او یا هم 000،45 پنځه څلویښت زره افغانۍ نغدې پيسې له ځانه سره ولري د داوطلبۍ وړ دي.
د یادې پروژې مالي ظرفیت (600،000 شپږ سوه زره) افغانۍ دی.
د آفرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د یاد ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۰:۱۰
Background image

خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت (لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست) څلور پروژې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د لیندی میاشتې په ۱۶مه نیټه بیا ځلې د داوطلبی اعلان ته سپاري.

ټول . . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د کوچني مقیاس کان کېندنې د سرب او تالک دوه سیمو اعلان 

د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس کان کیندنې د تالک او سرب دوه سیمې چې په کاپیسا او غور ولایتونو کې شتون لري، مشخصات یې په لاندې جدول کې یاد شوي د علاقمندانو د خبرتیا لپاره اعلان . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

Back to tenders