د مس عینک پروژې عملي کول د اسلامي امارت  له عمده لومړيتوبونو څخه دي

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۸:۱۴
۱۲۳

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ ۱۴۰۲/۶/7/نېټې د مس عینک پروژې قراردادي کمپنۍ  MCC عمومي رئيس وانګ جي چنګ او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د MCC کمپنۍ عمومي رئيس د مس عینک پروژې اړوند خبرې وکړې او د یادې پروژې د عملي کار پیل, تخنیکي موضوعات او د لرغوني اثار پر انتقال یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په دغه لیدنه کې د وزارت سرپرست د مس عینک پروژې باندې عملي چارو پېل يې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه یاد کړل او ویې ویل: د مس عینک پروژه دافغانستان خلکو لپاره ډېر ه مهمه ده او زموږ اساسي موخه د کانونو په سکټور کې د تحرک رامنځته کول او د یادې پروژې ستونزې هوارول دي او همدارنګ يې زياته کړه : اسلامي امارت ژمن دي چې ژر تر ژره یاده پروژه کار ته وسپاري، تر څو یې عملي چارې پیل او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د MCC کمپنۍ رئیس د مس عينک پروژې د عملي چارو د پيل یواځنۍ ستونزه د لرغونو اثارو شتون او انتقال ياد کړ او ویې ویل: چې یاده کمپنۍ هم د کار عملي پیل غوښتونکي دي.
په پای کې دواړو لورو د یادې پروژې پر فعالیت او د کار پیل او د ستونزو دحل په موخه د  غونډو په دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته