د مس عینک پروژې د استخراج نوې طرحې لپاره د MCC کمپنۍ له لوري معلومات وړاندې شول

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۸:۵۵
dd

د تېرې غونډې په دوام د لوګر ولايت د مس عينک د کان کېندنې فعاليتونو پر چټکتیا,د مرکزي او غربي مس عينک د استخراج لپاره د نوې طرحې جوړېدل د MCC کمپنۍ عمومي رئیس او مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرانو سره د چهار شنبې په ورځ د 8/6/1402 نېټې لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې د MCC کمپنۍ عمومي رئیس د مس عینک لپاره د نوې طرحې جوړېدل يې د پریزنټیشن له لارې واورول. 
د یادې طرحې په تطبیق سره به ډېر ژر عملي کار پیل شي او د اقتصادي پیاوړتیا او همدارنګه افغانانوته به د استخدام شرایط برابر شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې پر اهمیت یې غوښتنې او نظریات واورول او غوښتنه یې وکړه چې د یادې پروژې کار دې ژر پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته