د مس عینک د  پروژې د کار د پیل په موخه ګډه ناسته

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۳:۲۲
یب

د کانونو او پټرولیم وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د MJAM شرکت ګډه ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري معین مولوي سعید الدین، د کلتور معین عتیق الله غزیزی او د نشراتو معین زبیح الله مجاهد او د MJAM کمپنۍ معاون اومین په شتون کې نن شنبې 3/2/1401 نېټې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د MJAM شرکت استازو د مس عینک پروژې د کار د پیل، د عینک د سیمې د لرغونو اثارو او د بامیان د ډبرو سکرو د کان د کار د پیل په اړه د بحث او نظرونو په ترڅ کې درې واړو خواوو ژمنه وکړه چې هر یو په خپله برخه کې د عینک پروژې د کار د پیل لپاره له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه نه کوي.
او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنه وکړه چې د مس عنیک د پروژې د کار د چکټیا په موخه د عینک په سیمه کې د لرغونو اثارو د انتقال ژمنه وکړه او د یادې پروژې کار به ژر تر ژره پېل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته