د مسعینک په پروژه کې د شته ستونزو د حل لپاره بېړني اقدامات ترسره کیږي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، په کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګیو سره نن سهار په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان د استخراجي صنایعو له سکتور سره د چین هېواد د پروژو، له سکتور څخه د دوی د ملاتړ او د مسعینک پروژې د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
په غونډه کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د مسعینک په پروژه کې د شته ستونزو د حل لپاره به بېړني اقدامات ترسره کوي.