د لوګر د مس عینک کان د استخراج نوې طرحې د څېړنې په موخه بین الوزارتي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۵:۱۸
سس

د بین الوزارتي کمېټې غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلی نورالدین عزیزي، د افغانستان بانک رئیس ښاغلی هدایت الله بدري، د ا طلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په ګډون د مس عینک کان د استخراج په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د مس عینک کان قرار دادي مسئولینو له خوا د نوې طرحې، د یادې پروژې د استخراج څرنګوالي په اړه د پرزنټېشن له لارې معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کمېټې غړو د یادې طرحې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته