د لسم ځل لپاره د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبي ترسره شوه
د پنجشېر ولایت د (1519) قیراطه زمردو داوطلبي د(198200) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر د والي او سیمه یزو مسئولینو، سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت په مقام کې ترسره شوه.
تر دې دمه (26000) قیراطه زمرد د دوه میلیونه امریکايي ډالرو څخه زیات په لسو داوطلبیو کې پلورل شوي دي چې پکې د اسلامي امارت 10 سلنه ونډه لري.
هغه کسان چې په دغه داوطلبۍ کې ګټونکي شوي دي په لاندې ډول دي.
1- ښاغلی عبدالصبور د (100000) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (317) قیراطه زمردو ګټونکی شو.
2- ښاغلی مظهرالدین د (44000) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (515) قیراطه زمردو ګټونکی شو.
3 - ښاغلی حاجي محمد وصال د (28000) امريکايي ډالرو په ورکولو سره د235 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
4 ـ ښاغلی حاجي مصطفی د (16100) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 155 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
5 - ښاغلی حاجي عبدالشاه د 5600 امریکایي ډالرو په ورکولو سره د 142 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
6- ښاغلی حاجي عبدالشاه د (4500) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 155 قیراطه زمردو ګټونکي اعلان شول.