د لابراتوارونو د نوي رئیس معرفي کېدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۸
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم په اساس ښاغلی انجنیر عبدالوحید عطايي د لابراتوارونو د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارمندانو ته ور و پېژندل شو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار او یو شمېر رئیسانو د لابراتوارونو د نوي رئیس د پېژندګلوۍ غونډه کې ګډون کړی و، په دغه غونډه د بشري سرچینو رئیس د پخواني رئیس د کارونو او خدمتونو ستاینه وکړه، نوي رئیس ته یې د مبارکۍ تر څنګ وویل: په اداراتو کې بدلون یو اصل دی موږ او تاسو ته لازمه ده، چې ملت ته خدمت وکړو او د چارواکو لارښوونو او اطاعت ته پاملرنه وکړو.
د لابراتوارونو نوي رئیس ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به په پوره اخلاص، د هېواد د نافذه قوانینو مطابق او رونټیا په پام کې نیولو او د وزارت د مشرتابه سره په همغږۍ مخته وړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی انجنیر عبدالوحید عطايي د کانونو د اکتشاف په برخه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی او مخکې یې د لابراتوار د قېمتي ډبرو د منرالوجي په برخه کې د آمر په توګه دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته