د قیمتي او صنعتي منرالونو د قېمت ټاکلو کمېټې غونډه ترسره شوه
د قیمتي او صنعتي منرالونو د قېمت ټاکلو کمېټې غونډه دیکشنبې په ورځ د 6/8/1403 نېټې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اکومارین، افغان نایټ، نفرایټ، اوسپنې، بېلا بېل تورمالین ډبرو لپاره د کمېټې د کاري کړنلارې، سیمه ییزو او نړیوالو قېمتونو په پام کې نیولو سره رویالیټي قېمت وټاکل شو.