د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو د قيمت ټاکلو کمېټې اونيزه غونډه تر سره شو
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د بیو د ټاکلو کمېټې اونیزه غونډه نن دوشنبه د 21/1/1402 نیټې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې د غړو په شتون کې د مالي او اداري معينيت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د قیمتي، نیمه قیمتي، سینګاري ډبرو او صنعتي منرالونو د بیې د ټاکلو په اړه د کمیټې د کاري طرزالعمل او د کانونو قانون په اړه بحث اوخبرې وکړې او همدارنګه یې د کميټې له خوا به د يادو شويو ډبرو د رویالټي ټاکلو په اړه تصميم ونيول شي.