د قشقري کې ۲۰۰۰۰ ټنه خام تېلو داوطلبي تر سره شوه
د قشقري د ۲۰۰۰۰ زره ټنه خام تېلو داوطلبي نن د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسي مرستیال او د افچین کمپنۍ مسؤولینو په ګډون تر سره شوه.
دغه داوطلبۍ ته ۶ کمپنیو د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو چې د یوې رڼې او عادلانه پروسې له مخې تر سره شوه چې پکې د نارت نوبل کمپنۍ د مناسب نرخ په ورکولو سره د قشقري ۲۰۰۰۰ ټنه خام تېلو ګټونکی اعلان کړ.