د فاریاب ولایت د مالګې کان  داوطلبي تر سره شوه:

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳۰
www

د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ د مالګې کان داوطلبي نن شنبې 10/10/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه ترسره کړه. 
د فاریاب ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ د مالګې کان چې مخکې اعلان ته سپارلی و، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیا الرحمن الاریوبي، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزي، رئیسانو، او ټاکلي هیئت په شتون کې په شفافه توګه داوطلبي تر سره کړه. 
په دغه داوطلبۍ کې آیوډین سلطان، آینده روشن، نوین بلخ، رحمن شاهي او سنائي زاده د مالګې شرکتونه د یو کال لپاره د رویالټي قیمت سره في ټن 2820 افغانۍ  ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته