د غور ولایت د سرب او جستو تړونونه لاسلیک شول

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۱۸
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د غور ولایت د سرب او جستو تړونونه د یاد ولایت والي، د وزارت د مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې د اکرام نعیمي او قله افغان استخراجي شرکتونه سره لاسلیک کړل.
د غور ولایت د سرب او جستو اول بلاک چې ۱۷۵.۳۵ کیلومټره مربع مساحت لري د اکتشاف په مرحله کې به ۱۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او همدا راز به د ګټې اخیستنې په مرحله کې ۳۶۲۰۷۰۰۰ شپږ دېرش میلیونه دوه سوه اوو زره ډالر پانګونه کوي.
همدا رنګه د غور ولایت د سرب او جستو د دریم بلاک د نیمې برخې تړون چې ۱۰۴.۹۳۶ کیلومټره مربع مساحت لري د اکتشاف په برخه کې به ۶۹۵۰۴۲۰ شپږ میلیونه نهه سوه پنځوس زره څلورسوه شل امریکايي ډالره پانګونه کوي او د ګټې اخیستنې په مرحله کې به ۴۱۵۶۰۰۰۰ یو څلوېښت میلیونه پنځه سوه شپېته زره امریکايي ډالر پانګونه کوي. 
د اکرام نعیمي شرکت اړ دی چې د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به هر کال ۱۵۰۰۰۰ زره ډالر لګوي او همدا راز به ۲۰ سلنه مالیه پرعایداتو او ۲۰ سلنه رویالیټي او د ځمکې کرایې تر څنګ به ۲۰۹ کیلومټره سړک د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ څخه د ارزګان تر مرکز ترینکوټ پورې او له دهراود ولسوالۍ څخه تر چتوپل پورې رغوي، او همدا راز به د چاپیریال ساتنې په موخه د اکتشاف په مرحله کې ۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره امریکايي ډالر او د ګټې اخیستنې په مرحله کې ۲۰۰۰۰۰ دوه سوه زره ډالر  لګوي.
همدارنګه د قله افغان قراردادي شرکت به ۸۰۰۰۰۰۰ ډالر د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې مصرفوي او د چاپیریال ساتنې په موخه به د اکتشاف په مرحله کې ۸۵۰۰۰ ډالر او د ګټې اخیستنې په مرحله کې به ۱۵۰۰۰۰۰ ډالر لګوي، یاد شرکت به هم ۲۰ سلنه مالیه پر عایداتو او ۲۰ سلنه رویالیټي او د ځمکې کرایه ورکوي او د غور، هرات سړک ترڅنګ به د هرات حلقوي سړک ځینې برخه هم په اساسي ډول رغوي. د یادونې وړ ده چې یاد شرکتونه به سل سلنه پروسس د هېواد دننه کوي، چې په دې سره به  ۶۰۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته