د طوطي ميدان ګازو بلاک تړون د ایريل کام شرکت سره لاسلیک شو

sp_admin
شنبه, اکتوبر 12 2024 10:31 AM
س

د آمو دریا په حوزه کې د طوطي ميدان د ګازو بلاک تړون د پنجشنبې په ورځ 1403/7/19 نېټه د ازبکستان له ایريل کام شرکت سره لاسلیک شو.

په همدې مناسبت چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې غونډه جوړه شوې وه، د اسلامي امارت د رياست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ښاغلی ملا عبدالغني برادر آخند، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان هېواد خاص استازی ښاغلی عصمت الله ارګاشوف, د ازبکستان د نفت او ګازو وزير, د ايريل کام شرکت رئيس نادر بابيف, د کانونو او پټروليم وزارت مرستيالانو او رئيسانو ګډون کړی وو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د جوزجان ولایت د طوطي ميدان بلاک په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: یاد بلاک شاوخوا ۷۰۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري او د ۲۵ کلونو لپاره یې د ایریل کام ازبکستاني شرکت سره د اکتشاف او استخراج تړون لاسليک شو چې په لومړیو لسو کلونو کې به د یو میلیارد امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او په لومړيو دوه کلونو کې به له ګازو څخه 100 مېګا واټه برېښنا توليدوي او همدارنګه به ياد شرکت په لومړيو درې کلونو کې 1500 کيلومتر مربع دوه بعدي او 1000 کيلومتر مربع درې بعدي سروې تر سره کوي. د ياد تړون په ترسره کولو سره به نه يوازې افغانانو ته کاري زمينه برابره شي بلکې د اړتيا وړ ګاز ته به هم لاسرسی پيدا کړي او ورسره به د ملي عوايدو کچه هم لوړه شي.

ورپسې د ازبکستان هېواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي د افغانستان د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل، هیله من یو چې د دغه تړون په پلي کېدو سره به زرګونه افغانانو ته په مستقیم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي او د ازبکستان هېواد  له لوري چې کومې هڅې ترسره کېږي دا به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه, اکتوبر 30 2024 1:38 PM
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبۍ (بولۍ) اعلان

په پام کې ده چې 5 تنه د مسلکي کان کیندنې جواز لرونکي، د پنجشېر ولایت استخراج شوي زمرد داوطلبۍ یا (بولۍ) له لارې وپلوري.

له ټولو پانګوالو او علاقه مندانو څخه هیله کېږي، چې د سه شنبې په. . .

سه شنبه, اکتوبر 29 2024 3:39 PM
Background image

د چين هېواد د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس جوړېدل

د چین د کان کیندنې د همکارۍ د ترویج په کنفرانس کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر له ۲۸مې څخه تر ۳۰مې نیټې پورې د دغه هیواد د هونان ولایت په چنګشا ښار کې جوړ شي، د کانونو او پټرولیم. . .

سه شنبه, اکتوبر 29 2024 3:35 PM
Background image

د 77 ترکي شرکت سره د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (8/8/1403) نېټې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ترکیې. . .

بېرته خبرونه ته