د سروې او جیولوجي معینیت د اړتیا وړ 94 قلمه قرطاسیې آفرګشایي
د سروې او جیولوجي معینیت د اړتیا وړ 94 قلمه قرطاسیې آفرګشایي غونډه د 1403/4/13 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د یوشمېر رئیسانو، ټاکلې کمېټې او داوطلبو شرکتونو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې وروسته له آفر ګشایي څخه د دریو داوطلبو شرکتونو اسنادونه د پروپوزلونو د ارزونې په موخه ټاکلې کمېټې ته وسپارل شول.