د درېیم او څلورم بستونو کارکوونکو د یو کلنو کړنو ارزونه ترسره شوه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۲۵
evalivation

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ټاکل شوې کمېټې د ملکي خدمتونو د لارښوونې او کړنلارې پر بنسټ، د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د زمري میاشتې په ۴ نېټه د مالي او حسابي، د عوایدو د تنظیم، اداري او خدماتو او د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو د درېیم او څلورم بستونو کارکوونکو د یو کلنو کړنو ارزونه د یادې ادارې د استازي په شتون کې ترسره شوه.
یاده ارزونه د اړوندو کارکوونکو له لوري د وړاندې شوي کاري پلان سره سم ترسره شوه، چې موخه یې د دندو په بهیر کې د شته ستونزو پیژندنه، د قوت او ضعف ټکو معلومول، د ارتقاء په اړه پرېکړه، د هڅونې زیاتول، د راتلونکو موخو ټاکل او د کارکوونکو ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته