د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

kamran2_admin
*د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا*

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د فراه ولایت د مخکی نیول شویو ډبرو څخه(۱۶۹.۵) کیلو ګرامه لوړ کیفیت لاجورد، (۴۵.۳) کیلو ګرامه  متوسط کیفیت لاجورد، د کندهار ولایت(۲.۷) کیلو ګرامه فلورایټ او (۱.۱) کیلو ګرامه کلسیت، د علاقه‌مندانو د خبرتیا په موخه د ۱۴۰۵/۰۶/۳۱ نېټې څخه د (۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ له لارې د خرڅلاو په موخه اعلان ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د قیمت ټاکلو کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د یادو ډبرو لومړنی قیمت د هر کیلو ګرام له مخې په لاندې ډول ټاکل شوی دی:
* عالي لاجورد: (۱۰۴۰) افغانۍ؛
* متوسط لاجورد: (۵۲۰) افغانۍ؛
* فلورایت: (۲۰) امریکایي ډالر؛
* کلسیت: (۴.۳۶) امریکایي ډالر؛
یا د ورځې د نرخ له مخې معادل افغانۍ.
هغه علاقه‌مند شرکتونه چې غواړي یادې ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت اخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د کاډسټر او تړونونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د ټولیز قیمت لس سلنه(۱۰) دې د بانکي تضمین لیک په بڼه د داوطلبۍ په ورځ وړاندې کړي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۲۰
Background image

اعلان داوطلبی

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ نیول شوې اړوند(۱۸.۱۵۳) کیلو ګرامه بېلابېل ډولونه کاني ډبرې، چې مشخصات یې په لاندې جدول کې یاد شوي دي د ۱۴۰۵/۷ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۱
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې (۳۰۰.۵) درې سوه اعشاریه پنځه کیلوګرامه منځني لاجورد ډبرې، چې په کاپیسا ولایت کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده، د علاقه‌مندانو د خبرتیا په موخه، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۲
Background image

د کوچني مقیاس کان کیندنې د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس کان کیندنې ۳ پروژې، چې ځانګړتیاوې یې په لاندې جدول کې یادې شوي دي، د علاقه‌مندانو د خبرتیا لپاره اعلان ته سپاري.
لېواله کسان کولای شي، چې خپل . . .

Back to tenders