د خوست او پکتیا ولایتونو د کرومایټ کانونو د 5 ساحو داوطلبي تر سره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۲:۵۱
www

د کانونو او پټرولیم وزارت د خوست او پکتیا ولایتونو د کرومایټ کانونو 5 ساحو داوطلبي نن یکشنبه 13/9/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د رسنیو په شتون کې په شفافه توګه تر سره کړه.
د خوست ولایت د رخک منکي، د زن شوره، لومړی او دوهم بلاک او ورژله  او د پکتیا ولایت کوه مکاوه سیمو کانونو چې مخکې اعلان ته سپارلي وو. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ ضیاءالرحمن الاریوبي، ټاکلي هیئت او هغو شرکتونو په شتون کې داوطلبي تر سره کړه چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو.
په دغه داوطلبۍ کې
1.    د خوست ولایت ټني ولسوالۍ ورژله سیمې ګټونکی د شرق نفرایټ شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن 9200 افغانیو.
2.    د خوست ولایت د جاجي میدان ولسوالۍ رخک منکي سیمې ګټونکی د کریم وردګ شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن 10500 افغانیو.
3.    د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ زنشوره دوهم بلاک سیمې ګټونکی د عبید ایوب نوري شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن 11351 افغانیو.
4.    د خوست ولایت ګربز ولسوالۍ د زنشوره سیمې ګټونکی د افغان سپک شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن 9500 افغانیو.
5.    د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د کوه مکاوه سیمې ګټونکی د آر جي ایم انټرنیشنل شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن 10585 افغانیو.
په ارزښت ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته