د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
News

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري کوي.

یاد پلاوي د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د نفرایټو پنځه د کان ‌کېندنې سیمې له نږدې وکتلې او هلته یې د کېندنې بهیر، د شرکتونو فعالیتونه او نورو اړوندو چارو ارزونه وکړه.

د دې ارزونو موخه دا ده چې په چارو کې لازم اصلاحات رامنځته شي او د کان ‌کېندنې بهیر لا منظم او اغېزمن شي. په همدې لړ کې له اړوندو شرکتونو سره جلا جلا ناستې هم ترسره شوې، چې پکې هغوی ته د معیاري کار، مسلکي کېندنې او روڼتیا په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

پلاوي ټینګار وکړ ټول هغه شرکتونه چې قانوني جواز لري او له وزارت سره ثبت دي، په نږدې وخت کې به په بشپړه توګه وارزول شي، ترڅو د کانونو برخه لا ښه منظم او مدیریت شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۷:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن ‌باشي بندر څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په ترکمن ‌باشي بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د نللیکو او اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

مالي او اداري مرستیال له بهرنیو پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین هېوادونو له پانګوالو سره وکتل.
یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

بېرته خبرونه ته