د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د طبیعي ګازو د 36 نمبر څاه د کیندنې کارونه په بریالیتوب سره بشپړ شول، او د استخراج لپاره چمتو شو

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۱۳:۳۵
zz

دا د کانونو او پټرولیم وزارت تر مدیریت لاندې د ګازو د څاه دویمه کیندنه ده، چې نږدې 40 کاله وروسته په هېواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوه. د دغه څاه ژوروالی1600 متره دی، چې د استخراج شوي ګاز څخه به یې د بیات پاور او غضنفر ګروپ د برېښنا د انرژۍ د تولیدي دستګاوو، د مزارشریف د کود او برېښنا د فابریکو او نورو مصرف کونکو اړتیاوې پوره شي.

لدې مخکې د روان کال په پیل کې، په همدې سیمه کې د طبیعي ګازو د استخراج د A32 نمبر څاه کارونه په بریالیتوب سره بشپړ شول او ګټه اخیستنې ته وړاندې شو.

ددې دوه څاګانو د طبیعي ګازو له استخراج سره به په څلورویشت ساعتونو کې د افغان ګاز تولیدي ظرفیت شاوخوا 300 زره متر مکعب ته لوړ شي، چې په پایله کې به یې پر پانګوالو د ګازو د خرڅلاو څخه د دولت په کلنیو عوایدو کې شاوخوا 8 میلیونه ډالر اضافه والۍ راشي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو دوه څاګانو د کیندنې د تخنیکي، فني او امنیتي برخو په پلي کولو کې شاوخوا 250 کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه مساعده شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۱:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګچ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته