د ترکې هیواد د ساختماني شرکتونو له استازي سره د کانونو او پټرولیم سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 77 ساختماني شرکتونو له استازي ښاغلي حسین اوني بوتسالي او د ترکیې هیواد پخواني سفیر سره د چهارشنبې په ورځ د 23/9/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ښاغلي بوتسالي په دغه ناسته کې وویل: چې د افغانستان انرژۍ په برخه کې د ترکیې هیواد 77 ساختماني شرکتونو پانګونه کړې. او همدارنګه یې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتوالی اعلان کړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغه ستاینه او هر کلی وکړ.