د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Tender

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې ریاست د کلني پلان له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترسره شوې ارزونې د پایلو د شریکولو په موخه، د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست له لوري قراردادي شرکتونه کابل ته راوبلل شول، څو د مخامخ ناستې له لارې د پلټنې پایلې ورسره شریکې شي او شته نیمګړتیاوې په رسمي ډول ورته وړاندې شي.

د لیدنې په ترڅ کې د یاد ریاست رئیس له لوري، د شرکتونو د ستونزو د یادولو تر څنګ، شرکتونو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. شرکتونو هم د خپلو فعالیتونو د سمون ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ریاست ټولې سپارښتنې به په ټاکلي وخت عملي کوي. همدارنګه یې د وزارت له رهبرۍ څخه د تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تخنیکي پلټنې رئیس زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو د ستونزو په حل کې جدي دی. سربېره پر دې د تخنیکي پلټنې رئیس ټینګار وکړ، چې د هېواد د طبیعي زېرمو د معیاري، قانوني او شفاف استخراج لپاره به خپلې پلټنې دوامدارې وساتي او د یادو شرکتونو د فعالیتونو د سمون او پرمختګ څارنه به کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته