د تخار ولایت د کانونو ساتنې کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه
د لومړي ځل لپاره د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د تخار ولایت د والي مولوي عبیدالله امین زاده په مشرۍ د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه، په یاده غونډه کې د کاني موادو د قاچاق مخنیوی، د غیر قانوني استخراج او د تخار ولایت د کانونو د ساتنې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د تخار والي د کمېټې د کاري طرزالعمل په پلي کېدو ټینګار وکړ او د تخار ولایت د کانونو له رياست سره یې د یادې کمېټې د همکارۍ سربېره د امنیه قومنداني او استخباراتو مسئولینو ته د غیري قانوني کان کیندنې په برخه کې یې ورسره د همکارۍ خبره وکړه او په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت د کادسټر عمومي رئیس حافظ محمد فرید او مل پلاوي چې یاد ولایت ته په سفر تللي د ولایت د مقام او سیمه یزو ادارو مسئولینو سره یې په لیدنه کې د یاد ولایت د کانونو ساتنې کمېټې سره د همکاریو غوښتنه وکړه.
په پای کې د کمېټې غړو خپل نظریات، غوښتنې او د تخار ولایت د کانونو د ساتنې د حل لارې په اړه یې خپل نظریات شریک کړل او دلازمو همکاریو ژمنه یې وکړه