د تخار ولایت د سرو زرو مسلکي کان کېدنې داوطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت د تخار ولایت د سرو زرو مسلکي کان کېندنې ساحې داوطلبۍ ته سپاري. علاقمندان اشخاص او شرکتونه کولی شي خپل غوښتنلیکونه د خپل پېژند پاڼې/ پاسپورټ/ پانګې اچونې جواز او د مالیې د پیژندنې شمیرې له کاپي سره د اعلان د نشر له نېټې څخه د پنځلسو (15) ورځو په موده کې د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د انسجام کمیټې ریاست ته وسپاري.
که چېرې د اسنادو له بشپړېدو څخه وروسته د کانونو د ساتنې کمیټې د همغږۍ ریاست غوښتونکو ته د اهلیت فورمه او پروپوزل نمونه وسپاري، غوښتونکي مکلف دي چې یاد شوي اسناد د لسو (10) ورځو دننه له دقیق خانه پوري، ټاپه او لاسلیک کولو وروسته بېرته د کانونو او پټرولیم وزارت ته وسپاري.