د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په معاونت کې د ګازو له منابع څخه د برېښنا د تولید لپاره د همغږۍ څلور اړخیزه غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال ډیپلوم انجنیر وحیدالله حلیمي او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال ملا عبدالقاهر ادریس ګډون درلود. چې د ګازو له منابع څخه د برېښنا د تولید پر تخنیکي مسایلو بحث او ارزونه وکړه او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول.