د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۰
د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو او د زمرد سای بلاک د FPF (Flexible Production Facility) د جوړولو اړوند تړونونه د TNG تاتارستاني کمپنۍ له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لاسلیک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل، د هېواد د نفتي سرچینو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې د معیاري او مسلکي شرکتونو فعالیت د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دی.
نوموړي زیاته کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي، چې د هېواد طبیعي سرچینې په مسلکي، شفاف او اغېزمن ډول مدیریت او استخراج کړي، څو له یوې خوا د هېواد د عوایدو کچه لوړه او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو د دغه تړون له پلي کېدو سره به د امو دریا نفتي حوزې د استخراج کچه لوړه او د نورو اړوندو برخو چارې به لا پیاوړې شي.
د یادو تړونونو له مخې، د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي او د دغه تړون موده یو کال ده.
همدارنګه، د زمرد سای بلاک د FPF (Flexible Production Facility) د جوړولو د لومړنۍ مرحلې د ډیزاین، نصب او اړوندو چارو په برخه کې ۱۱ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ورکول کېږي.

د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک شو


د یاد سیسټم د جوړېدو چارې به اته میاشتې وخت ونیسي او له بشپړېدو وروسته به د ورځې د ۲ زره ټنو نفتو د پروسس ظرفیت ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۲۰:۲۰
Background image

د شیرزادو ولسوالۍ تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ کودي خېل سیمې دویم بلاک تالک کان چې ۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار ولایت تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ شینواري سیمې درېیم بلاک تالک کان چې ۶. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۵۴
Background image

د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د هرات ولایت د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۶مه. . .

بېرته خبرونه ته