د امو دریا نفتي حوزې داړتیا وړ د 9 پروژو آفرګشايي
د آمو دریانفتي حوزې سیمې د اړتیا وړ د 9 پروژو آفرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، داوطلبو شرکتونو او رسنیو په شتون کې یې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې آفرګشایي غونډه ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډونوالو د ښه راغلاست تر څنګ دآمو دریا نفتي حوزې د ارزښت او اهمیت په ځانګړې توګه د افچین کمپنۍ د تجهیزاتو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د داوطلبانو له جملې څخه 9 شرکتونه د مناسب قیمت په وړاندې کولو سره ګتونکي اعلان شول.