د افچین کمپنۍ له رئیس سره د وزارت سرپرست کتنه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۸:۳
x

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له رئیس ښاغلي شي او مل پلاوي سره د پنجشنبې په ورځ د 26/5/1402 نېټې په خپل کاري د فتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افچین کمپنۍ رئیس د وروستیو کارونو د پراختیا او فعالیتونه په اړه خبرې وکړې. او همدارنګه یې د یادې پروژې د کار ښه والي، چټکتیا په اړه نظرونه  شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د استخراج په روڼتیا، د کار او فعالیت او نورو مواردو باندې ټېنګاروکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته