د افغان ګاز تصدۍ د اړتیا لپاره د دوه اکسچینجر ماشینونو د آفرګشايي پروژې ټاکلې نېټې پورې چمتو او تدارک کول.

firoz_admin
s

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ


د داوطلبي بلنې شمېره (MOMP/G/08-NCB-1401 )
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست له ټولو مستحقو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي تر څو د افغان ګاز تصدۍ اړتیا لپاره دوه اکسچینجر ماشینونه چمتو او د تدارک د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي. او همدارنګه کولی شي چې د 3/3/1401 نېټې سه شنبې په ورځ 00:04 بجې وروسته له غرمې د انتقال شرطنامه د تدارکاتو د اجناسو او خدماتو له آمریت څخه تر لاسه کولی شي. خپل آفرونه په شرطنامه کې  ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو له قانون او طرزلعمل سره سم ډکې کړئ، او د 3/4/1401 نېټې د چهارشنبې په ورځ د سهار په 10:00 بجو مخکې له غرمې د آفرګشايي په غونډه کې د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د آفر ضمانت بانک وکړي او یا هم نغدې ( 1800،000 یو سلو اته اتیا زره افغاني)  له ځان سره ولري د داوطلبي وړ دی. 
په تیرو لسو کلونو کې د 4,700,000 افغانیو په ارزښت یو قرارداد ته ورته تجربه یا په تیرو 10 کلونو کې د 8,300,000 افغانیو په ارزښت دوه ورته قراردادونه.
له تیرو پنځو کلونو څخه په وروستیو دوو کلونو کې د 9,400,000 نوي میلیون او څلور سوه زره افغانیو په ارزښت کلنۍ سوداګرۍ حجم ولري.
د یادې پروژې مالي ظرفیت 3،200،000 درې میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د تدارکاتو ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

پنجشنبه, نوومبر 21 2024 10:51 AM
Background image
چهارشنبه, نوومبر 20 2024 3:15 PM ولایتونه
Background image

Back to tenders